- مطابق
خبر:
د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې په ۲۲مه نېټه د هند په نوي ډهلي ښار کې د کرناټکا حکومت لخوا پر حجاب د بندیز حکم صادر شو او وروسته د هند سترې محکمې لخوا تایید شو. تحلیلګرانو د زدهکوونکو په ټولنو کې د دې پرېکړې پر ټولنیزو پایلو بحث وکړ. د مدني ازادیو لپاره د خلکو اتحادیې (PUCL) وویل: « دا کار به په بالقوه توګه د ښوونې او روزنې د ګوښه کېدو سبب شي؛ حجاب اغوستنونکې زدهکوونکې به هغو انسټېټیوټونو ته د ځان بدلولو هڅه وکړي چې د مسلمانانو لخوا اداره کېږي. په دې توګه به د نورو ټولنو له زده کوونکو سره د دوی تعامل محدود شي».
تبصره:
وروستۍ څېړنې ښیي چې یادو قوانینو پر ځوانو مسلمانو ښځو پراخ رواني اغېز کړی. دې کار په هغو زده کوونکو کې د ژور خپګان او ګوښيوالي احساس راپیدا کړی چې دغو تبعیضي قوانینو له بد وضعیت سره مخ کړې او زيانمنې کړې دي.
بدبختي دلته ده چې د دغو خویندو راتلونکی د داسې واکمنو په لاس کې دی، چې دوی ته درناوی نه لري او د ښځو ازادۍ جعلي او درواغجنې مفکورې په کارولو سره غواړي د بشر حقونو تر پښو لاندې کول او له هغو ناوړه استفاده توجیه کړي.
د کرناټکا سترې محکمې اعلان وکړ، چې «د مسلمانانو ښځو له لوري حجاب اغوستل په اسلامي عقیده کې اړین مذهبي عمل نه دی او همدارنګه د هند د اساسي قانون د ۲۵مې مادې پر اساس د دینې ازادۍ د حق په برخه کې یې ملاتړ او ساتنه نه کېږي.»
د روانې میاشتې په لومړیو کې د هند په ستره محکمه کې د حجاب د بندېدو په غبرګون کې د استناف غوښتلو پر مهال یوه بې بنسټه او پوچه ادعا وشوه چې «د جامو اغوستلو په حق کې به د جامو نه اغوستلو حق هم شاملېږي.»
د PUCL په راپور کې راغلي چې د سترې محکمې په پرېکړه کې ښځې د حجاب په برخه کې د انتخاب او اختیار له حق څخه هم محرومې شوې.
د واکمنو، لیبرال ډېموکراټیکو نظامونو منافقت او ریاکاري ورځ په ورځ څرګندېږي، له یوې خوا د مسلمانو ښځو د حجاب پر وړاندې ظالمانه قوانین وضع کوي او هغه ښځې چې حجاب مرعاتوي، سزا ورکوي او له بلې خوا هڅه کوي چې په ایران کې ښځې له دا ډول سختو قوانینو څخه ازادې کړي.
لیبرال ډیموکراټیک فکر د شرعي قانون د بدنامولو او بد ښودلو لپاره د افغانستان دولت له لوري د ښځو پر تعلیم بندیز غندي؛ خو همداکار بیا پخپله د غربي اېډیالونو د لمانځنې او ښه ښودلو لپاره کوي.
د یادونې وړ ده چې په هند کې ډېری ښځې، مذهب ته له پام پرته، غوره بولي چې خپل سر پټ کړي، چې دا کار د دوی په کلتور پورې تړلی او له دې سره د خوندیتوب احساس کوي؛ دا قانون پر دغو ښځو نه پلی کېږي؛ چې دا په ښکاره له اسلام سره د هند دښمني ښيي او په ځانګړي ډول یې اسلام د برید هدف دی. د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر وړاندې هم په هند کې په کاري چاپېریال کې د مسلمانو ښځو پر وړاندې د تبعیض په اړه خبر او تبصرې خپرې کړې وې، لکه تر سیکولر قوانینو لاندې د ښځو درواغجنه ازادي. یوازینۍ لار چې مسلمانې ښځې کولای شي خپل حقونه ترلاسه او له استعداونو او وړتیاوو یې کار واخلي، د خلافت حاکمیت دی، چې له تبعیض پرته به د دولت د اتباعو په توګه د ښځو ټولې اړتیاوې پوره کوي.
اسلام د ښځو تعلیم ته ارزښت ورکړی او په شرعي قوانینو کې هېڅ داسې مسله نشته چې ښځې له زده کړې منعه کړي.
﴿يُؤتِى الْحِكْمَةَ مَنْ يَشاءُ وَمَنْ يُؤتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ اُوتِىَ خَيْراً كَثِيراً وَمَا يَذَّكَّرُ اِلَّا اُولُوا الاَلْبَابِ﴾
ژباړه: (الله سبحانه و تعالی) چې هر چا ته وغواړي (او وړ یې وبولي) علم او حکمت ورکوي او هر چا ته چې علم ورکړل شي، لوی خیر ورکړل شوی. له هوښیارانو پرته بل څوک (دا حقایق نه درک کوي او) دا نصیحت او تذکر نه اخلي. [بقره: ۲۶۹]
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
عمرانه محمد
ژباړه: محمد هارون رؤفي